![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/479407379_122164818272429585_5447311535480070697_n.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )
امنیتي سرچېنې وایي، کابل کې د کور او ښار جوړونې وزارت دننه ځانمرګی برید شوی او له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ کندوز کې د کابل بانک مخې ته هم ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې د امنیتي او ملکي کسانو په ګډون اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او اووه نور ټپیان شوي وو.
د راپورونو له مخې، د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی و.