افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۶۳ نور افغانان خوشې شول

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۳ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شول.

یاد وزارت لیکلي چې په دغو کسانو کې څوارلس افغان کډوالې کورنۍ چې ۱۵ کسان کېدل له ۴۸ نورو کسانو سره چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو خوشې شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، دغه کس بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې سلواغې میاشتې په ۲۳مه هم ۸۴ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي وو.