![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/badakhshan_3-e1739442879726.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د فوټبال په يو میدان کې د دوو ځايي طالب قوماندانانو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
دغه پېښه پرون تر غرمې وروسته د یمګان ولسوالۍ په غرمي سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي خلک وايي، پېښه د يو فوټبال په میدان کې د فوټبال د لوبې د نندارې پرمهال رامنځته شوې ده چې د ولي الله ابوبکر په نوم د طالبانو يو ځايي قوماندان او د يو بل ځايي طالب قوماندان ترمنځ شوې ده.
په دغه نښته کې د ولي الله ابوبکر په نوم ځايي قوماندان او یو بل طالب وژل شو او ۸ نور طالبان ټپيان شوي دي.
ځايي خلک وايي، ټپيان په څرخي الوتکه کې د بدخشان مرکز فیض اباد ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
يو ځايي طالب چارواکي هم د انډېپنډنټ رسنۍ ته دا خبر تاييد کړی دی.