ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

کولمبیا د مصنوعي زیرکتیا اغیزو له امله د میلیونو خلکو د بې دندې کېدو اندېښنه وښوده

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو ویلي، که د مصنوعي زیرکتیا اغیزې پر کار او اقتصاد باندې تنظیم نه شي، میلیونونه خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

پیټرو چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ۲۰۲۵ نړیوال حکومتي سرمشریزې په دولسمه غونډه کې ګډون کړی و، په خپله وینا کې د مصنوعي زیرکتیا خطرونو ته اشاره وکړه.

پیټرو ټینګار وکړ چې مصنوعي زیرکتیا کیدای شي په نړیواله کچه یو لوی ټوپ وي، خو که د دې اغیزې پر کار او اقتصاد باندې تنظیم نه شي، میلیونونه خلک به بې روزګاره شي.

پیټرو وویل چې تکنالوژیکي پرمختګ کولای شي د یوې بې ساري کړکیچ لامل شي او زیاته یې کړه: “تولیدي وړتیا زیاتیږي خو کارګران د اخیستلو وړتیا د لاسه ورکوي. ایا بشریت به یوه نړیواله ډیموکراسي جوړه کړي چې ډله ییزه معیشت ولري، که د یوې لویې ناکامۍ سره به مخ شي؟ موږ په یوه حساس پریکړه کوونکي وخت کې قرار لرو.”

پیټرو د سرمشریزې په لړ کې د متحده عربي اماراتو د مرستیال ولسمشر، لومړي وزیر او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد ال مکتوم سره د زده کړې، تکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې تړونونه هم لاسلیک کړل.