![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/GjqE3-MbsAABbB5.jpeg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د کابل ولایت په کارت پروان سیمه کې یو ځوان د درې مخ پټو وسله والو له لورې پخپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.
دغه ځوان فرامرز کرمیار نومیده او د پنجشیر ولسوالۍ د حصه اول ولسوالۍ اوسیدونکی وو، چې تېره شپه اته بجې پخپل کور کې وژل شوی دی.
د فرامرز کورنۍ وایي، طالبانو د هغه د وژنې په قضیه کې دوه تنه نیولي، خو خپله طالبانو لا په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې نا امنۍ زور اخیستی او وخت په وخت وژنې ترسره کیږي.