
کابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پکتیکا ولایت کې د فابریکو مسؤلین وایي، د صنعتي پارک او برېښنا نشتوالي یې کارونه له ستونزو سره مخ کړي.
د دغه فابریکو مسؤلین وایي، د خپلې تولیدي فابریکې چارې د لمریزې برېښنا په وسیله مخې ته وړي، چې په ژمني موسم کې د اسمان وریځ کېدو له امله د برېښنا له نشتون سره مخامخ کیږي.
دوی زیاتوي، د تولیدي فابریکې یې په شخصي ځآیونو کې فعاله کړي، چې د لوړې کرایه، چاپیریال خرابوالي او خلکو ته د زیان رسولو له ننګونو سره مخ دي.
د پکتیکا د تولیدي فابریکو مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د صنعتي ښارګوټې په جوړولو او برېښنا ستونزې په حل کولو کې دې ورسره مرسته وشي.
پکتیکا کې چې په کې ۱۶ تولیدي فابریکې فعاله دي، د صنعتي پارک لپاره ورته زر جریبه ځمکه ځآنګړې شوې، خو عملي چارې یې ندي پیل شوې.