
کابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان په کوربتوب د چمپینز ټرافي لپاره د کرکټ نړیوالې شورا له لورې نغدي انعامات اعلان شول، چې په کې اتلې لوبډلې ته ۲.۲۴ میلیونه امریکايي ډالر د ورکړې جایزه اعلان شوې.
دغه راز هغه لوبډله چې دویم مقام تر لاسه کړي، ورته به ۱.۱۲ میلیونه ډالر ورکړل شي، خو په نیمه پای لوبه کې ګډون کوونکو لوبډلو ته به ۵۶۰ زره ډالر نغدي جایزه ورکړل شي.
په دغه لوبو کې به هرې لوبډلې ته د بریا په ترڅ کې ۳۴ زره امریکایي ډالر ورکړل شي او هغه لوبډلې چې د سیالیو پنځم او شپږم مقام تر لاسه کړي، ورته به ۳۵۰ او اوم او اتم مقام ګتوونکو ته به ۱۴۰ زره ډالر ورکړل شي.
د کرکټ نړیواله شورا به په دغه سیالیو کې ټولو ګډون کوونکو لوبډلو ته د ګډون له امله هم ۱۲۵، ۱۲۵ زره ډالر ورکړي.
ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د چمپینز ټرافي لوبې راتلوونکې چهارشنبې په ورځ رسماٌ پیل شي.