
کابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د صنعت او سوداگرۍ وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وچې مېوې په صادراتو کې کموال راغلی.
دغه وزارت وایي، سږ کال په یاده موده کې د ۳۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادر شوې، په داسې حال کې چې د تېر کال همدومره موده کې د ۳۸۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وجه مېوه صادر شوې وه.
د وچې میوو صادروونکي ټولنې د دغو میوو په صادراتو کې، د کمښت لامل د صادراتو په بهیر کې شته ستونزې ګڼي.