
کابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان ورګو ولایت په دشتي توپ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د ۵۸۰ ډوله او فلاینکوچ موټرو د ټکر له امله تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.
د دغه پېښې قربانیان د فلاینکوچ موټر اړوند دي، چې په غزني ولایت کې له یوې فاتحې مراسمو وروسته خپل کور ته ستنیدل.
ویل کیږي، د دغه پېښې ټپیان کابل ته لیږدول شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي او نه هم د پېښې د رامنځټه کېدو لامل روښانه شوی دی.
د کابل ـ هرات پر لویه لاره اکثریت پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، سړک خرابوالې او د ترافیکي علامو د نشتون له امله رامنځته کیږي.