
پکابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د را پورونو له مخې؛ د سویلي وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر، د ګمرک سرپرست، د ګمرک مفتش او یو ډآګتر په دوه جلا پېښو کې د ناڅرګنده کسانو له لورې تښتول شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، د سویلي وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر او د ګمرک مسؤلین له انګور اډې څخه د ستنیدو پر مهال ناڅرګنده کسانو له ځآن سره تښتولي دي.
په ورته وخت کې د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د نعمان اعجاز په نوم یو ډاکتر تېره ورځ ناڅرګنده وسله والو له ځآن سره بیولې دی.
ویل کیږي، یاد ډآکټر د سره صلیب سره دنده درلوده.
د پاکستان حکومت یادې پېښې تائید کړي او په اړه یې د اقداماتو خبر ورکړی.