افغانستانخبرونه

نا څرګنده وسله والو ننګرهار کې یو کس وژلی

پکابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناڅرګنده وسله والو کسانو تېره شپه یو کس په بې رحمه ډوله سره وژلی دی.

له دغه ولایت څخه کابل ټیلیګراف ته یوې سرچینې وویل، دغه پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ په احمدخېلو سیمه کې تېره شپه رامنځټه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ یاد کس چې د لس اولادونو پلار دی، د ناڅرګنده کسانو له لورې په ډژو وژل شوی دی.

د یادونې وړده، چې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ناڅرګنده کسانو لخوا وژنې په بې سارې کچه لوړې کچې ته رسیدلي دي.