
پکابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د سمنګان ولایت ایبک ښار په جوي زندان جومات کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي دي.
سرچینې وایي، دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه رامنځته شوې، چې له امله یې تر لس تنو پورې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند پېښه تائید کړې او وایي، چې د دغه ولایت دوه اوسیدونکو د شخصي اختلافاتو له امله جومات ته لاسي بم غورځولی دی.
د نوموړي په وینا په دغه پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
هغه وایي، دوی د پېښې سیمې ته رسیدلي او عاملین چې له سیمې د تېښتې په حال کې وو، نیول شوي دي.
طالبانو په یاده پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.