خبرونهنړۍ

چين د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره د هڅو هرکلی کړی

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال ) 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د اوکراین د کړکیچ په اړه اعلان وکړ چې بیجینګ د سولې لپاره د ټولو هڅو هرکلی کوي.

وانګ يي د اوکراين د کړکېچ په اړه د چين د دريځ په اړه وويل، چين تل د خبرو اترو، مشورې او سياسي حل ملاتړ کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د روسیې او امریکا ولسمشرانو د نورو خبرو ترڅنګ د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په موخه ۹۰ دقیقې ټلیفوني خبرې کړې وې.

د دغه خبرو وروسته امریکا هیله وښوده، چې د اوکراین جګړه به پای ته ورسیږي او دغه راز یې ټینګار وکړ، چې روسیه دې بېرته په جي ۷ هېوادونو کې شامل شي.

ټاکل شوې، ډیر ژر د سعودي عربستان په کوربتوب د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې ترسره شي.