
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د چرنوبیل د بریښنا د بټۍ په بهرني دیوال باندې د ډرون برید او د دې برید په پایله کې د هغې سوري کېدل تایید کړي، خو د کرملین ماڼۍ ویاند اعلان وکړ چې د چرنوبیل اټومي بټۍ باندې د روسیې د برید په اړه د کییف لخوا خپاره شوي خبرونه جعلي دي او موخه یې د سولې د خبرو اترو د پلي کولو خنډ دی.
تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې ادعا کړې وه، چې د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې له چاودېدونکو توکو ډک هغه پوښ په نښه کړ، چې د چرنوبل اټومي بټۍ د تابکاري د ساتنې او کنټرول لپاره جوړ شوی و.