
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان فوټبال فډراسیون د ایران په مشهد کې د تمریناتي کمپ لپاره د فوټسال ملي لوبډلې ۱۸ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.
دغه تمریناتي کمپ برازیل کې د دغه هېواد په ګډون د افغانستان، ایران او ګرینلنډ ترمنځ څلور اړخیزې لوبلړۍ ته د چمتووالي په موخه برابر شوی دی.
یاد فډارسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله کې محمد جواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، حمیدرضا حسيني، خدایداد ابراهیمي، رضا حسینپور، مهران غلامي، امید قنبري، فرزاد محمودي، اکبر کاظمي، بهمن ګورګیج، حسین محمدي، محمد مرادي، عبدالبشیر احمدي، سید مجتبی حسيني، حسین حسنزاده او محمد علي غوره شوي دي.