
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
وروسته له هغې چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو ټلیفوني اړیکه وکړه او ټاکل شوې چې په سعودي عربستان کې له نږدې سره وګوري، د اروپايي هېواونو مشرانو سبا دوشنبه د اوکراین په تړاو بېړنۍ ناسته پلان کړې ده.
د سي.ان.ان ټلویزیوني شبکې د ويلي چې دا غونډه به د فرانسې پلازمېنه پاریس کې جوړه شي او ټاکل شوې چې د بریتانیا لومړی وزیر کی یر سټارمر هم په کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي نن د یکشنبې په ورځ وويل چې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین په تړاو مذاکراتو کې به اروپايي اتحادیه ګډون نه کوي.