افغانستانخبرونه

د طالبانو د برېښنا رئیس: د برېښنا د پېر له درکه د هیچا پور وړي نه یو

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د برېښنا رئیس وایي، روان کال یې ۲۲۷ میلیون امریکایي ډالره ګاونډیو هېوادونو ته ورکړي او اوس مهال د برېښنا د پیر له درکه د هیچ پور وړي هم نه دي.

د افغانستان برېښنا شرکت ‎عمومي اجرائیوي رئیس، ډاکټر عبدالباري عمر، نن کابل کې یوه خبري ناسته کې وویل دغه شرکت په وروستیو لس میاشتو کې د برېښنا شبکې پراختیا، اصلاح، برېښنا رسونې، عملياتي چارو، برنامو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا انرژۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

هغه زیاته کړه، د نورالجهاد سب سټېشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی چې د برېښنا پېرودونکو شمېر یې هم له ۱۲۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته لوړ شوی دی.

دی وایي، د روان کال په جریان کې د برېښنا پلور له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د ده په خبره، ‎ برېښنا شرکت په روان کال کې د برېښنا پېرلو له درکه ګاونډیو هېوادونو ته ۲۲۷میلیونه امریکایي ډالر او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۲۸.۷میلیونه امریکایي ډالر او ۲۴۷.۸میلیونه افغانۍ ورکړي دي

هغه وایي، اوسمهال دغه شرکت د برېښنا پېرلو له درکه د ګاونډیو هېوادونو او داخلي شرکتونو پوروړی نه دی.