خبرونهنړۍ

د امریکا مرستیال ولسمشر: چین او روسیه په اروپا کې ډیموکراتیکو ارزښتونو او امنیت ته ګواښ نه دی

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د امریکا متحده ایالاتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس اروپا ته د سفر په ترڅ کې ویلي، روسیه او چین په اروپا کېي ډیموکراتیکو ارزښتونو او امنیت ته ګواښ نه کوي، بلکې دغه ګواښ پخپله د اروپا له داخل څخه رامنځته شوی دی.

هغه چې د مونیخ امنیتي کنفرانس کې څرګندونې کولې، د اروپايي هېوادونو په اقداماتو باندې یې په پرلپسې ډول نیوکې وکړې.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر وینا ته د جرمني دفاع وزیر غبرګون ښودلی.

د انګلستان «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: د امریکا د دغه سیاستوال وینا له هر څه زیات د جرمني د چارواکو چې د مونیخ د کانفرنس کوربتوب پرغاړه لري، غصه را پارولې ده.

د جرمني د ډیموکراټ عیسايي ګوند مشر او د دغه هېواد لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند  «فرډریش مرتس» هم ویلي، دا د امریکا د حکومت دنده نه ده، چې دلته په جرمني کې مونږ ته ووايي چې په کوم ډول د خپلو ډیموکراټیکو ارګانونو ساتنه وکړو.

له دې مخکې هم د امریکا د ولسمشر ټرامپ مرستیال جي ډي ونس  ټینګار کړی و چې اروپايي هیوادونه باید د خپل امنیت لپاره زیاتې پیسې ولګوي.