
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د فلسطین د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې خبر ورکړی، چې په غزې تړانګه کې د اسرائیلو په برید کې درې فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، یاد برید د غزې تړانګې په رفح سیمه کې تېره شپه د بې پيلوټه الوتکې په وسیله ترسره شوی دی.
په ورته وخت کې د فلسطین د کورنیو چارو وزارت وایي، په سیمه کې د مرستو د رسولو د لاریو ورتلو د امنیت د تامینولو په موخه پولیس ځای پر ځای شوي دي.
دا په برید په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر همدا نن اسرائیلو ته رسیدلی او ویل کیږي، له دغه هېواد سره د مرستو شویو بمونو محموله هم یاد هېواد ته ورسیده.