افغانستانخبرونه

د ننګرهار سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)

سرچینې وایي، نن سهار د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ملېشو ترمنځ نښته شوي دي.

سرچینې زیاتوي، پاکستاني ملېشو په طالبانو هغه مهال بریدونه پیل کړل، چې دوی په سیمه کې د زرهي ټانک لپاره د سنګر په جوړولو بوخت وو.

ویل کیږي، د دغه برید وروسته طالبانو هم متقابل ډزې کړي، چې د نښتې له امله په وقفه یي ډول د تورخم لویه لاره هم د مسافرینو پرمخ تړل شوې وه.

تر اوسه سیمه ییزو طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.