
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو د امر باالمعروف وزارت وایي، هیڅ هېواد حق نلري، چې د دوی په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي او وایي، چې یاد وزارت د افغانستان د خلکو په غوښتنه د اسلامي شریعت سره سم رامنځته شوی دی.
د طالبانو د امر باالمعروف وزارت ویاند دغه څرګندونې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د هغه غوښتنې په غبرګون کې کړي، چې ویلي وو، طالبان دې امر باالمعروف وزارت لغوه کړي.
د یادونې وړده، چې د طالبانو امر باالمعروف وزارت د بېلا بېلو کړنو له امله د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو ترڅنګ د بېلا بېلو بنسټونو له لورې هم له غبرګونونو سره مخ شوی دی.