افغانستانخبرونه

نورستان کې یو شمېر وسلې نیول شوي دي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )

امنیتي مسوولین وایي، د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې نهه مېله وسلې نیول شوي دي.

د نورستان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمن حیدري رسنیو ته ویلي ‎چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یې نهه مېله کلاشینکوفونه په یوه کورکې نیولي دي.

دی وایي چې دغه وسلې په غیرقانوني توګه ساتل کېدلې او د پخواني حکومت له مهاله وې.

هغه زیاتوي چې په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.