افغانستانخبرونه

ایران روان کال افغانستان ته د ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)

ایراني چارواکي وایي، افغانستان ته یې د صادراتو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې او د روان کال په ترڅ کې یې دغه هېواد ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د بېلا بېلو توکو صادرات کړي.

د دغه هېواد د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري وایي، اجرائي ادارې باید افغانستان ته د صادراتو او وارداتو برخه کې لازم سهولتونه برابر کړي.

د خراسان رضوي د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستيال رضا جمشیدي هم اعلان کړی چې ایراني بار وړونکي موټرونه  افغانستان ته  تر ننوتلو وروسته لږ تر لږه ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې ځنډول کېږي او د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

تر دې وړاندې  طالبانو په کابل کې د ایران د سفیر له قوله ويلي وو، چې ایران ته د افغانستان د کلنیو صادراتو ارزښت شاوخوا ۵۰ ميليونه ډالره دی.