
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو مالیې وزارت وایي، تېره اوونۍ یې د هېواد په ګمرکونو کې لسګونه زره قاچاقي توکي نیولي چې په غیرقانوني توګه افغانستان ته راوړل کېدل.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي په هلمند، کندهار، ننګرهار، فراه او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په نیول شویو توکو کې۲۲ زره او ۳۲۴ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۱۴۰۱۳ کیلو ګرامه ګوړه، ۱۴۲۵ کیلو ګرامه خام نخود، ۱۱۰۰۰ کیلو ګرامه کینو، ۱۴۲۸ کیلو ګرامه مکروني، ۲۳۸۵خالي بوجۍ، ۱۲۰۰ کیلو ګرامه رُب، ۲۱۷۸کیلو ګرامه بېلابېل ډول پلاستیک، ۶۱۰ کیلو ګرامه درمل، ۳۷۵کیلو ګرامه د دیګ مساله، ۵۵۳کیلو ګرامه ځکمني توت، ۳۰۰ کیلو ګرامه ګوګړ/اورلګید او ۱۸۰ کیلو ګرامه ملایي شامل دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي وو.
احمد صهیب حسرت
حسرت