خبرونهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې د پوهنتون یو استاد د جنسي ځورونې په جرم نیول شوی

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ملا کنډ پوهنتون کې د حسیب په نوم یو پروفیسر چې د ټولنیزو علومو په برخ کې استاد وو، په دغه پوهنتون کې د نجونو د جنسي ځورونې په جرم نیول شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو هم خپره شوې، چې په کې نوموړی د څو کسانو له لورې نیول شوی او وایي، چې له هغه سره په مبایل کې د نورو نجونو سره د اخلاقي فساد سلګونه ویډیوګانې شتون لري.

ویل کیږي، هغه وروسته له هغې ونیول شو، چې یوې محصلې ته یې له خپل خاوند سره د کوژدنې د فسخه کولو او نوموړي سره په واده کولو یې ټینګار کاوه، چې یادې نجلۍ د خپل خاوند له لارې یاده موضوع افشا او له امله یې پروفیسر حسیب ونیول شو.