
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره یې په ۱۱ ولایتونو کې د نغدي مرستو د وېش په برخه کې د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هوکړهلیک یو میلیون او ۱۵۶ زره ۴۴۶ امریکایي ډالر ارزښت لري.
خبرپاڼې له مخې، د دې هوکړې له مخې به د ډنمارک کډوالۍ ټولنه یاده اندازه پیسې د اقتصادي خوندیتوب او ودې په موخه د نغدي مرستې په ډول په کابل، کندهار، پروان، زابل، غزني، میدانوردګو، کاپیسا، هرات، بادغیس، فراه او کونړ ولایتونو کې ولګوي.