
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د را پورونو له مخې؛ د ترکیې پولیسو په دغه هېواد کې د ۵ بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۲ تنه د PKK ډلې سره د اړیکو په تور نیولي، چې په کې خبریالان، محصلین او سیاستوال هم شامل دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وایي، په نیول شویو کسانو شک دی، چې د PKK ډلې ته یې مالي سرچینو، کسانو جلبولو، تبلیغ ترسره کولو او په اعتراضونو کې لاس درلود.
د یادونې وړده، چې PKK په ترکیې کې د حکومت مخالفه وسله وال ډله ده، چې وخت نا وخت بریدونه هم ترسره کوي.