خبرونهنړۍ

د امریکا د کورني امنیت وزیرې امر کړی چې غیر قانوني کډوال دې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم په دغه هېواد کې ټولو غیر قانوني کډوالو ته امر کړی، چې تر ژره دغه هېواد پریږدي.

هغې په ایکس پاڼه کې لیکلي: په ټول هېواد کې د غیر قانوني کډوالو د شړلو کمپاین پیل کړی او هغه چې له دغه هېواد څخه ونه وځي، نو په جبري ډول به ډیپورټ کړای شي.

نویم لیکلي: سمدستي امریکا پریږدئ، کنه موږ به مو پیدا کړو او له هېواد څخه به مو داسې وباسو، چې بیا به هیڅکله امریکا ته رانشئ.

د یادونې وړده، چې امریکا تر اوسه په سلګونو غیر قانوني کډوال له دغه هېواد څخه ډیپورټ کړي دي.