
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د غه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی او د ټولنې معنوي اړخونو پیاوړتیا لپاره یې پلي کول اړين دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شيخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره وکتل.
هغه ویلي، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی او د ټولنې معنوي اړخونو پیاوړتیا لپاره یې پلي کول اړين دي.
د ده په خبره، یاد سازمان کولی شي چې د اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.