افغانستانخبرونهراپورونه

د داعش له شتون د طالبانو انکار، خو د شتون په اړه یې د نړیوالو ټینګار

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

طالبان وايي داعش په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی، خو دې ډلې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې د څو بمي چاودنو مسئولیت پر غاړه اخیستی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، “داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی او د دې ډلې بریدونه له بهر څخه پلان کیږي.

دغه وزارت زیاته کړې، په افغانستان کې د داعش پخواني بریدونه د افغانستان له پولو بهر او په ګاونډیو هېوادونو کې پلان شوي وو، او طالبان هڅه کوي چې د پولې هاخوا دا بریدونه شنډ کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، مونږ به اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینو غړو په دې وروستیو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

په دې وروستیو کې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځآیونو  پر وړاندې باید اقدام وشي.

هغه وويل چې په افغانستان کې داعش او ټي ټي پي نه يوازې د پاکستان لپاره خطر دي، بلکې ټولې سيمې ته ګواښ دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان  وايي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او دوی به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې په هېواد کې فعالیت وکړي.

طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش شتون ردوي چې د دې ډلې وروستی اقدام د کابل په مینځ کې د دې ډلې د کډوالو د وزیر وژنه وه.