افغانستانخبرونه

طالبانو د ایران له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبري کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، همدارنګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په اسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته دسهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه هم خبرې وشوې.