افغانستانخبرونه

طالبانو د پنجشیر له کانونو ۲۰۳۵ قیراطه زمرد پلورلي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رئیس وایي چې په دغه ولایت کې یې ۲۰۳۵ قیراطه زمرد پلورلي دي.

یاد زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي او په کې د بېلابیلو ولایتونو سوادګرو برخه اخېستې ده.

 پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رییس محمدقاسم امیري ویلي، د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۵ قیراطه زمرد په ۴۹ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.