
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ په خبرپاڼهذکې راغلي، د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د دغه وزارت د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرې نن خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې د سرپل ولایت مقام چې د ۶ څلورلارو د نومونو د تغیرغوښتنه کړې وه د کمېسیون غړو د ولایت مقام د غوښتنې پر اساس پرېکړه وکړه چې د الماس څلورلارې د فرهنګ په نوم، د امور زنان څلورلارې د استقلال په نوم، د آفردي څلورلارې د مطبوعاتو په نوم، د نظرګاه څلورلارې د وحدت په نوم و نومول شوي.
سرچېنې لیکلي، همدا راز په ناسته کې د کندز ولایت د عیدي زاده د ښارګوټې د مالک په غوښتنه د یاد ښارګوټي نوم د امام بخاري رح په اړه د کمېسیون غړو پریکړه وکړه چې که چیري د یاد ښارګوټي د حقوقي، املاکي او استملاکي اسنادونو کې ستونزه نه پیدا کیږي د عیدي زاده ښارګوټي څخه د امام بخاري رحمه الله په نوم تائیده ده.
په ناسته کې د یادو ولایتونو سربیره د کابل او بدخشان خلکو پر عرض پاڼو هم نظرونه وړاندې شوه.