افغانستانخبرونه

د طالبانو روغتیا وزیر په روغتیایي برخو کې د چین له سفیر څخه د مرستې غوښتنه وکړه

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د دوه اړخیزو اړېکو په اړه خبرې کړي او په روغتیایي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي سره د چین سفیر، ژاو شېنګ په دوه اړخیزو اړیکو او روغتیايي برخه کې پر دوامداره همکاریو ناسته ترسره کړه.

خبرپاڼه کې راغلي، جلالي د یاد هېواد له سفیر څخه یې د کندهار میرویس سیمه ییز روغتون ودانۍ د بیا ترمیم، خدماتو پراختیا، سنتي طب او راډیولوژي برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرېدو برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د یاد هېواد سفیر د خپلو دوامداره همکاریو ژمنه بیا تازه او د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې، روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، سنتي طب او طبي وسایلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.