افغانستانخبرونه

طالبان: یوه چورلکه مو ترمیم او الوتنې ته چمتو کړه

 ( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو دفاع وزارت وایي، د کندهار هوایي لواء تخنیکي پرسونل له لورې یوه MI -17 ډوله هلیکوپتر ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، د کندهار د هوایي لواء، هوایي تخنیک د انجينرانو له لورې یو بال MI-17 هلیکوپتر چې له فعالیته لویدلې او د ډیپو کولو امر یې شوی وو، د یادې لواء د ساتنې او پالنې ګروپ د هوایي تخنیک د انجينرانو د پرلپسې هڅو وروسته بیرته ترمیم او په بریالۍ توګه یې الوتنه تر سره کړه.

خبرپاڼه کې راغلی، د نوموړې لواء له لوري تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر چورلکې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي دي.