ځانګړي برخهراپورونه

د معلوماتو شریکولو په اړه د طالب ویاندویانو غونډه، خو رسنۍ د محدودیتونو او ناوړه چلند شکایتونه لري

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له خپلو ټولو ویاندویانو سره یې د همغږۍ غوڼډه کړې او په دغه غونډه کې ټېنګار شوی چې له رسنیو سره دې پر وخت معلومات شریک شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوې ده. د غونډې موخه د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو بهیر ښه کول ښودل شوی دی.

په دغه غونډه کې د طالبانو د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد ویلي، رسنۍ ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت له هغو ملاتړ کوي. هغه ټینګار کړی چې رسنۍ باید معیاري شي، خو د “معیار” په اړه یې ځانګړي تعریف وړاندې نه کړ.

د دغې ډلې د کاپي رایټ امر مولوي عبدالحق حماد هم ویلي، د ویاندویانو مسئولیت ډېر حساس دی او باید جدي پاملرنه ورته وکړي. هغه زیاته کړې چې ویاندویان باید له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي.

د طالبانو داطلاعاتو فرهنګ وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستي هم ټینګار کړی چې مختلفې ادارې باید د رسنیو سره په همکارۍ د خپلو معلوماتو شریکولو لپاره پروګرامونه ترتیب کړي.
قاري سعید خوستی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په ځلونو یو شمېر رسنیو او خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له ناوړه چلند شکایتونه کړي دي. ګڼ شمېر پخوانیو خبریالانو ویلي چې قاري سعید خوستی له خبریالانو سره په غیر رسمي غونډو کې سخت او توهین آمیز چلند کوي. سربېره پر دې، نوموړی د اخلاقي فساد په تور هم تر نیوکو لاندې دی. د کابل د طب پوهنځي پخوانۍ محصلې، الهې دلاورزۍ، پخوا په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې وه چې قاري سعید لومړی پرې جنسي تېری کړی او بیا یې په زور نکاح ورسره کړې ده. دې ادعاوو د ټولنیزو رسنیو او د ښځو د حقونو فعالانو تر منځ پراخ غبرګونونه پارولي وو.

د طالبانو حکومت که څه هم له رسنیو د ملاتړ خبرې کوي، خو د خبریالانو د حقونو نړېوالې ادارې لکه “بې پولې خبریالان” (RSF) او د بشري حقونو د څار اداره (HRW) څو څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت تر ټولو خراب حالت ته رسیدلی دی. د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر خبریالان نیول شوي، ځورول شوي او ان هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. همدارنګه، په افغانستان کې ګڼ شمېر رسنیزې ادارې تړل شوي او د بیان ازادي په ډېرې کچې محدود شوې ده.

کارپوهان وايي، که څه هم د طالبانو لخوا د رسنیو سره د همکارۍ ژمنې اورېدل کېږي، خو تر څو چې په عمل کې روڼتیا او د بیان ازادي تضمین نه شي، دا ډول غونډې به یوازې سمبولیکې او د نړیوالو فشارونو د کمولو لپاره وي.