
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په مربوطاتو کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ منسوبینو ویلي، نن سهار د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني مرکز اړوند سیمه کې د ۴ موټرو د ټکر له امله یو تن مړ او ۱۱ نور ټپیان شول.
طالبانو زیاته کړې، دغه راز د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله ۱ تن مړ شوی دی.
په غزني ولايت کې دا ترافيکي پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې له تېرې شپې راهسې د غزني په ګډون په ډېر ولايتونو کې دواورې او باران اورښت پیل او دوام لري.