
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
طالبان وایي، په ننګرهار ولایت کې له محبس څخه اویا تنه بندیان ازاد کړي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د محبس مشر مولوي سهیل سعید وایي، دغه بندیان د دوی د سترې محکمې د حکم له مخې ازاد شوي، چې د بند په موده کط ورته حرفوي زده کړې هم ورکړل شوې وې.
هغه وایي، یاد بندیان تر دې وروسته کولی شي، چې د یادو زده کړو له مخې د کورنۍ ستونزې حل کړي.
مولوي سهیل سعید خوشې شویو زندانیانو ته ویلي چې هڅه وکړئ بیا ځلي د جرمونو نړۍ ته ورستانه نه شي او خپله ازادي بیا ځلي له لاسه ورنکړي.
د ننګرهار په مرکزي زندان کې د مېرمنو او کوچنیانو په ګډون سلګونه زندانیان د خپل بند شپې او ورځې تیروي.