
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا څخه شړل شوي، د پاناما مرکز په هوټلونو کې استوګنو ۲۹۹ کډوالو څخه ۱۷۰ تنه یې د یاد هېواد دارین ځنګلونو ته لیږدول شوي دي.
په دغه کډوالو کې د افغانستان، ایران، پاکستان، ازبکستان او چین هېواد وګړي شتون لري.
دارین د پاناما په جنوب کې یوه ځنګلي سیمه ده چې په وروستیو کالونو کې د کډوالو لپاره د امریکا پر لور د تګ لار ګرځېدلې ده.
سوزانا سابالزا، چې په پاناما کې د یوې مهاجرې کورنۍ وکیله ده، د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې اخراج شوي مهاجرین د دارین یوه ښار «متتي» ته لېږدول شوي دي.
د پاناما یوې محلي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ۲۹۹ مهاجرینو څخه، چې په پلازمېنه کې په یوه هوټل کې وو، ۱۷۰ یې دارین ته انتقال شوي دي.
د پاناما حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
د پاناما ولسمشر «خوزه رائول مولینو» مخکې ویلي وو چې کډوال به د دارین د پناه اخیستو په یوه مرکز کې ځای پر ځای شي.
ډېرو بشري حقونو ډلو په دغه بهیر نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې، که د افغانستان په څېر د جګړه ځپلې هېواد وګړي ځپل هېواد ته ولیږل شي، ممکن د امنیتي ګواښ سره مخامخ شي.
د پاناما د امنیت وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې په وروستیو ورځو کې له متحده ایالاتو څخه اخراج شوي مهاجرینو له نیمایي زیاتو خپلو هېوادونو ته په خپله خوښه ستنېدل منلي دي.