
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د غزې د اوربند تړون له مخې د ۴ اسرائیليانو مړي سره صلیب ته وسپارل.
د را پورونو له مخې؛ له حماس سره د اسرائیلو دغه څلور مړي په غزه کې د بمباریو په پایله کې وژل شوي وو.
حماس د دې څلورو فلسطینیانو مړي په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل.
حماس د بینرونو په نصبولو سره یو پیغام هم خپور کړ چې پرې لیکل شوي وو: جنګي مجرم نتنیاهو او د هغه نازي پوځ د صهیونیستي جنګي الوتکو له لارې میزایل وورول، او د صهیونیستي جنګي الوتکو له خوا ویشتل شويږ میزایلو دا یرغمال شوي کسان وژلي.
د حماس په نصب کړو بینرونو کې دا هم لیکل شوي وو چې موږ د اوربند تړون په لاسلیک کولو سره انعطاف منلې ده.
د یادونې وړده، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند تړون له مخې د دواړو خواوو له لوري د بندیانو د خوشې کولو لړۍ جریان لري.