خبرونهعجایب

مصر کې د یوه بل فرعون قبر کشف شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د را پورونو له مخې؛ په مصر کې نږدې۱۰۰ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د یو بل فرعون قبر کشف شوی.

د برتانیوي او مصري لرغون پوهانو یوې ډلې د ۱۲ کلنو څیړنو وروسته د مېلاد څخه مخکې په ۱۵مه پیړۍ کې د واکمن دوهم تحوتموس قبر د نیل سیند په لویدیځ غاړه د لوکسور ښار ته نږدې وموند.

څیړونکو وویل چې دوی دا قبر په هغه ځای کې وموند چې د شاهي کورنۍ د ښځینه غړو د استراحت ځای ګڼل کیده.

په قبر کې یې داسې نښې نښانې وموندلې چې دا د یو فرعون قبر کیدای شي.

څیړونکو د قبر دننه د چونې ډبرو په الک کولو سره د البستر لوښو ټوټې وموندلې چې پر هغو د دوهم تحوتموس او د هغه د میرمنې ملکې حتشپسوت نومونه لیکل شوي وو.

د شاهانو په وادي کې د اوږدې مودې څیړونو ترسره کوونکي  ډاکټر پیرس لیترلنډ وویل چې لومړی یې قبر ته د تللو زینې وموندلې.

لیترلنډ وویل چې د ۱۲ کلنې څیړنې وروسته یې په قبر کې یو آسماني رنګه چت وموند چې ژیړ ستوري پرې و، او دا یوازې د پاچاهانو په قبرونو کې موندل کیږي.

دوهم تحوتموس چې ګمان کیږي له میلاد څخه مخکې له ۱۴۹۳ څخه تر ۱۴۷۹ پورې یې واکمني کړې، د توت عنخ آمون نیکه و، هغه ځوان فرعون چې په ۱۹ کلنۍ کې په لوکسور کې مړ شوی وو.

د فرعون توت عنخ آمون قبر په ۱۹۲۲ کال کې د برتانیوي لرغون پوه هاورډ کارټر او د هغه د ټیم لخوا کشف شوی و.