
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د چک جمهوریت په یوه سوداګریز مرکز کې یو تن د چاقو په وسیله دوه میرمنې وژلي.
د دغه هېواد پولیس وایي، دغه پېښه نن پنجشنبه د پراګ په ختیځ د هرادیک کرالو ښار په یوه سوداګریز مرکز کې شوې ده.
پولیس وایي، د دغه پېښې په تړاو یې یو ۱۶ کلن چکي شکمن ځوان نیولی، خو تر اوسه روښانه نده، چې یاده پېښه د چا لخوا ترسره شوې ده.
د برید انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه شوې.