
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په ایران کې د پاکستان سفیر وایي، له دغه هېواد سره په ګډه په سرحدي سیمو کې له غیر قانوني تګ را تګ سره مبارزه کوي.
په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر تیپو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ځینې انساني قاچاقبران پاکستاني وګړي په غیرې قانوني ډول ایران ته داخلوي، چې له همدې امله یې د دغه هېواد له ټولو وګړو غوښتی، چې له یادې کړنې څخه ډډه وکړي.
هغه له پاکستاني وګړو غوښتي، چې ګاونډیو هېوادونو ته په قانوني ویزه تګ راتګ وکړي، ترڅو له ستونزو څخه وژغورل شي.
تیپو ټینګار وکړ: ایران او پاکستان د انساني قاچاق د مخې نیولو او د تښتوونکو شبکو پر وړاندې د چلند لپاره قوي عزم لري.
پاکستاني اتباع د کار موندنې یا اروپا او د خلیج حوزې هېوادونو ته د تلو په موخه په غیرقانوني ډول ایران ته ننوځي، ترڅو د نورو هېوادونو دروازو ته ورسېږي.