
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په چمپینز ټرافي سیالیو کې جنوبي افریقا افغانستان ته په پنځوس اورونو کې ۳۱۶ منډې هدف وټاکه.
په دغه لوبه کې جنوبي افریقا د پچې ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلي پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۳۱۵ منډې وکړې.
د افغانستان لخوا محمد نبي تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوزول، دغه راز فضل الحق، عظمت الله عمرزي او نور احمد یو، یو لوبغاړی وسوزه.
ټاکل شوې افغانستان څو لحظې وروسته خپله توپ وهنه پیل کړي.