
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد او د سیاسي چاروکو شنونکی ودیر صافی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د ودیر صافي د کورنۍ یوه غړي کابل ټیلیګراف سره په خبرو کې تایید کړه چې هغه تېره ورځ په کابل ښار کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې، هغه په ۱۳۲۷ لمریز کال د غازي عالي لیسې له ۱۲ ټولګي تر فراغت وروسته په ۱۳۴۹ کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري منابعو له پوهنځي د ژورنالیزم برخه کې د لیسانس، په ۱۳۵۳ کال د پخوانۍ چکسلواکیا د پراګ له چارلس پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ او ورپسې په ۱۳۵۵ کال کې له همدغه پوهنتونه په نړیوالو حقوقو او سیاسي علومو کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی و.
ګڼ شمېر کسانو په ټولنیزو پاڼو کې د هغه پر مړینه خواشینې ښودلې ده.