افغانستانخبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو خلاصېدو غوښتنه کړې

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا هیله څرګند کړې چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي شي ترڅو د خپلو ورونو ترڅنګ د هېواد د خدمت جوګه شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر لیکلي چې هغه د هېواد ملي سوادګر میرویس عزیزي سره لیدلي او او د عزیزي لخوا په هیواد کې د سرطاني ناروغیو د معالجې د یو مجهز روغتون، د طب پوهنتون او مختلفو روزنیزو تأسیساتو د جوړولو قدرداني او مننه یې کړې.

 د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي وړمه ورځ کابل کې اعلان وکړ چې افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشو خوندیتوب ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځیو، د نرسېنګ انسټېټیوټ او طبي پوهنتون جوړولو او ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید برخو کې ۱۰،۵ میلیارد ډالره پانګونه کوي.

سرچېنې لیکلي، کرزي د تحصیلي او علمي بنسټونو جوړول یی د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره مهم او اساسي وبلل او هیله یې څرګند کړه ‎ چې د هیواد د نجونو لپاره د تعلیم دروازې خلاصې شي څو د خپلو ورونو ترڅنگ د وطن د خدمت جوګه شي.

طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو سره سم، له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونه بند کړل او ویلي یې دي چې د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو به دغه ستونزه حل شي خو له نږدې څلورو کلونو راهېسې دغه ستونزه نه ده حل شوې.