
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې یې د لویو زیربناوو او ملي پروژو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي دي.
د دې ادارې ویاند عبدالمتین قانع وویل چې افغانستان اوس مهال د پرمختګ په لاره کې دی، هڅه کوي چې د آسیا د ترانزیت مرکز شي او له همدې امله د ملي پروژو د امنیت تامین د دوی د دوی لومړیتوب دی.
هغه وويل، د پراختيايي پروژو د امنيت د تامين لپاره، په ځانګړې توګه د ترانزيت او سوداګرۍ په برخو کې، دوی مهم پروګرامونه په لاره اچولي دي او په دې برخه کې په جدي توګه عمل کوي.
د لویو اقتصادي پروژو د امنیت د تامین مسله یوه له هغو ننګونو څخه وه چې په تیر حکومت کې هم د یوې لویې ستونزې په توګه یاد شوې وه.
د عینک د مسو کان استخراج، د ټاپي ګازو او د کاسا زر د بریښنا د لیږد پروژې چې د کلونو لپاره ځنډول شوې وه؛ د دې اصلي لامل د امنیت نشتوالی بلل شوی دی