افغانستانخبرونه

پاکستان: طالبان مکلف دی چې د پاکستان ضد ډلو سره مقابله وکړي

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي کابل مکلف دی چې د هغو پاکستان ضد ډلو سره مقابله وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د دغه هیواد پر ضد فعالیتونه ترسره کوي.

هغه ادعا وکړه چې اسلام آباد د کابل خیرخواه دی او په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

د پاکستان دغه دیپلوماتیک چارواکي ټینګار وکړ چې دوی له افغانستان سره ګډ کلتور، مذهب او تاریخ لري، او دا مسلې دواړه هیوادونه سره نږدې کوي.

هغه وويل چې اسلام آباد د طالبانو څخه تضمین غواړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

اسحاق ډار همدارنګه ټینګار وکړ چې غیرقانوني افغان کډوال به له پاکستان څخه وشړل شي.