
( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په اسلامآباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره په کتنه کې د پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې سره د درې اړخیزې ناستې د جوړولو غوښتنه وکړه.
سردار احمد شکیب د فیلیپا کندلر سره په کتنه کې، د پاکستان د وروستي پرېکړې ته په اشارې چې له اسلامآباد او راولپنډي څخه د افغان کډوالو ویستل دي، د درې اړخیزې ناستې په جوړولو ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د ایستل شویو کډوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو هم ټینګار شوی دی.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت تیرو ورځو کې اعلان کړی و چې د راولپنډي او اسلامآباد څخه د ټولو افغان مهاجرو د ایستلو طرحه، پرته له هغو کسانو چې قانوني اقامه لري، «قطعي او وروستۍ» شوې ده.