افغانستانخبرونه

طالبانو په مشروط ډول د بیګم او ځوانانو راډیوګانو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړه

( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په مشروط ډول او تر تعهد اخېستلو وروسته یې  د بیګم او ځوانانو راډیوګانو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د بېګم او ځوانانو راډيوګانو – چې په کابل او نږدې ولایتونو کې یې په FM څپو نشرات درلودل – خپرونې ېې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې څه موده وړاندې د فعالیت له جواز څخه د ناوړه استفادې، له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکاري له امله وځنډول شول.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یادو رسنیو د بیا فعالیت اجازه وغوښته نو د نشراتي معینیت سره تر تعهد وروسته – چې خپل نشرات به د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي – د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه.

د یادونې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال پر رسنیو بېلابېلو محدودیتونه وضع کړي، خپرونو ته یې نه پریږدي او تل یې ټینګار کړی چې خپلې رسنیو به د دوی په خوښه خپرونې چمتو کوي.

په همدې وروستیو کې طالبانو د رسنیو په سیاسي او اقتصادي بحثونو هم بندیز لګولی او تر اوسه د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړې.